دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 271716
ملګري ملتونه په بادغیس کې ۱۷ روغتیايي مرکزونه جوړوي
د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (UNFPA) د بادغیس ولایت په پنځو لرو پرتو ولسوالیو کې د ۱۷ کوچنیو روغتیايي مرکزونو د جوړولو او بیارغونې چارې پیل کړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بادغیس ولایت د والي ویاند احمدجان حنظله وايي، د ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت د دغو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې به نن (چهارشنبه، جوزا ۲۳ مه) پیل شې.
 
په بادغیس کې د اسلامي امارت د ویاند په وینا د دغو مرکزونو د جوړولو او بیارغونې چارې به په راتلونکو پنځو میاشتو کې بشپړې شي. ده څرګنده نه کړه چې دغه مرکزونه به د دغه ولايت په کومو ولسواليو کې جوړ او بيا ورغول شي.
 
د هېواد په لوېديځ کې د بادغيس اوسېدونکي په پرله پسې ډول په دغه ولايت کې د معياري روغتيايي مرکزونو له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې د درملنې لپاره هرات ولايت ته تګ ته اړ کېږي.
 
https://avapress.com/vdcjvve8muqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته