دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 272124
امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن چهارشنبه د دغه سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حضور کې غونډه کوي.
افغان غږ خبری آژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ۵۳مې غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې د جوړېدو اعلان وکړ.
 
نن چهارشنبه د  جوزا ۳۱ مه یوناما په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا به د امنیت شورا په غونډه کې ګډون وکړي.
 
په پام کې ده چې د افغانستان د مدني ټولنې استازي هم د هېواد د روان وضعیت په اړه معلومات ورکړي.
 
په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر استازی هم وینا وکړي.
 
د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه نن چهارشنبه د کابل پر وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو په نیویارک کې جوړېږي.
 
روزا اوتنبایوا به د دې غونډې په یوه برخه کې د افغانستان په اړه معلومات وړاندې کړي.
 
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۳مه غونډه په جنیوا کې روانه ده او په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د ریچارډ بینیټ نوی راپور دغې غونډې ته وړاندې شوی او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.
 
https://avapress.com/vdcdxx0xoyt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته