دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 275816
په نيمروز کې د نشه يي توکو درې کارخونې له منځه وړل شوي
په نيمروز ولايت کې امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې يې د نشه يي توکو درې کارخانې د دوي ځواکونو کشف او له منځه وړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه کارخونې د دلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې کشف شوې.
 
د نيمروز ولايت د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير مل پاسوال عبدالواسع عمر وويل، چې په يادو کارخونو کې سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي او د هغوى د توليد وسايل موجود وو، چې ټول له منځه وړل شوي دي.
 
د نيمروز د امنيه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير زياته کړه، چې د يادو کارخونو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
 
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د مشر له لوري د نشه يي توکو د کښت له منع کېدو وروسته دولت د نشه يي توکو د توليدونکو او قاچاق وړونکو پر وړاندې جدي مبارزه پيل کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcezn8wpjh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته