دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 276677
د بانکدارۍ محدودیتونو بهر ته د زغفران صادرات کم کړي دي
د هېواد سوداګر وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د نړۍ بازارونو ته د زعفرانو صادرات کم شوي او لامل یې د ویزو په ورکړه کې محدودیتونه او همدارنګه په بانکي سیستم کې محدودیتونه دي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د هېواد یو تن سوداګر محمد نذیر طلوع نیوز ته وویل چې د تېر کال په پرتله سږ کال د نړۍ بازارونو ته د زعفرانو صادرات کم شوي دي.
 
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړي خان جان الکوزي؛ هغه وويل: "زعفران زموږ د هېواد د عايد يوه ډېره ښه سرچينه ده. "په ځانګړې توګه د لویدیځې سیمې د کروندګرو لپاره، که څه هم اوس د افغانستان په ټولو ولایتونو کې زعفران کرل کیږي."
 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اټکل کوي، چې په روان لمریز کال کې به څه باندې ۲۳ زره ټنه زعفران د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راټول شي.
 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستین وايي، تېر کال مو ۲۳ زره ټنه زعفران درلودل او هیله من یو چې سږ کال دغه اندازه نوره هم زیاته شي.
 
خو د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، د هجري لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د څه باندې اوه میلیونه ډالرو په ارزښت زعفران صادر شوي دي.
 
د صنايعو او سوداګرۍ وزارت وياند اخندزاده عبدالسلام جواد وويل، چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې نهه زره او ١٢٢ زعفران صادر شوي، چې ارزښت يې اوه عشاريه يو ميليون ډالره کېږي، چې د تېر کال د لومړۍ ربعې په پرتله زياتوالى راغلى دى. تیر کال د زعفرانو اندازه ۱۲ سلنه لوړه شوې ده.
 
د زعفرانو د صادرونکو د معلوماتو پر بنسټ، د نړۍ په بازارونو کې یو کیلو زعفران په نږدې یو زرو امریکايي ډالرو پېر او پلورل کېږي.
 
د یادولو وړ ده چې د افغانستان زعفران په ځانګړې توګه د هرات ولایت زعفران د نړۍ په ټولو بازارونو کې ښه نوم او شهرت لري.
https://avapress.com/vdca0inu049n0i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته