دخپریدو نیټه :شنبه ۱ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 277047
د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټرانزیټي لارې پرانیستل
د پاکستان د حکومت له خوا له ۹ ورځو راهیسې د تورخم بندر له تړل کېدو وروسته اوس اسلامي امارت د هېواد د مالونو د صادراتو او وارداتو لپاره د یوې بدیلې لارې په لټه کې دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته ویلی چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې نوی ترانزیتی کرښه جوړیږی او د دې ترانزیتی لارې موخه د صادراتو د لا زیات اسانتیا په موخه ده.
 
د اسلامي امارت د ویاند د څرګندونو په اساس د دغې لارې د جوړولو لګښت ټاکل شوی او د دغې پروژې د عملي کولو هڅې روانې دي.
 
ذبيح الله مجاهد زياته کړه، چې پر دې لارې کار روان دى او د پروژې کار ټاکل شوى دى. موږ له شرکتونو سره خبرې کوو چې د دې سړک د جوړولو تړون لاسلیک کړي او کار یې پیل کړي.
 
خو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم پر بنسټ د دغه وزارت سرپرست په بالامرغاب کې د دې پولې برخې له نږدې څارلې او په دې برخه کې یې د سیمې د خلکو غوښتنې راټولې کړې دي.
 
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې د دغه وزارت د مشر د سفر راپور به ډېر ژر د اسلامي امارت رهبري شورا ته وسپاري.
 
ښاغلي فطرت زیاته کړه، چې ښاغلي نوري او ورسره ملګري یې سیمه له نږدې څارلي. همدارنګه یې د خلکو غوښتنې له نږدې واورېدې او راپور یې د اسلامي امارت له مشرتابه سره شریک کیږي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونه له ترکمنستان سره د نوي بندر او ترانزیتي لارې جوړول د هېواد د سوداګرۍ او اقتصاد د ودې په برخه کې ګټور ګڼي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وویل:«هغه بندر چې په بالامرغاب کې جوړېږي تر ټولو ښه بندر به وي. تېل او اوړه دواړه له دې بندره راتلی شي. موږ غواړو چې ژر تر ژره په دې بندر کې اړین شیان نصب او جوړ شي."
 
اسلامي امارت په داسې حال کې له ترکمنستان سره د نوي بندر د جوړولو اعلان کوي، چې اوسمهال له ترکمنستان سره د هرات په آقینه او تورغونډۍ کې دوه نور فعال بندرونه فعال دي.
 
https://avapress.com/vdcc0mqim2bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته