دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 277334
پاکستان په پام کې لري چې تر یو میلیون زیات افغان کډوال وباسي
د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې له افغانستانه هغه ۱.۱ میلیونه کډوال وباسي چې قانوني اسناد نه لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: پاکستانی رسنیو خبر ورکړی چې د پاکستان سرپرست کابینې دغه پریکړه د سه شنبې په ورځ د میزان په ۴ مه تصویب کړه.
 
د دغې رسنۍ د راپور له مخې، څه باندې ۷۰۰ زره افغان اتباع چې له پخوا راهیسې په پاکستان کې مېشت دي، په دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد نه دي نوي کړي.
 
په راپور کې راغلي چې افغانستان ته د دغو کسانو ستنېدل به په درېیو پړاوونو کې ترسره کېږي او په لومړي پړاو کې به هغه افغانان چې له اسنادو پرته په پاکستان کې اوسېږي او هغه افغانان چې خپل اسناد او ویزې یې نه دي تمدید کړې وې ایستل کېږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شپږو ورځو کې له پاکستانه تر زرو ډېر افغان کډوال اېستل شوي دي.
 
خو تېره ورځ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې په ایران او پاکستان کې میلیونونه افغان کډوال ژوند کوي او د دوی بشري او اسلامي حقونو ته باید درناوی وشي.
 
شیر محمد عباس ستانکزي په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د نیولو او اخراج نوې څپې ته په اشارې سره له اسلام آباد څخه وغوښتل چې د افغان مهاجرینو په وړاندې اسلامي او نړیوال اخلاق ولري او له اسنادو سره د مهاجرینو له نیولو څخه ډډه وکړي.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د شمېرو پر بنسټ، د روان کال تر جون میاشتې پورې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر ۳.۷ میلیونو ته لوړ شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcbfzb5arhbzfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته