دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 278542
د کډوالو د ایستلو پر ځای، ترکیه باید هغوی ته د کار زمینه برابره کړي
د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د ترکیې له نوي سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې دغه هیواد باید د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر ځای هغوی ته د کار زمینه برابره کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په ایکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره په افغانستان کې د ترکیې له نوي سفیر جنګ اونال او د خلیل الرحمن حقاني د لیدنې خبر ورکړی دی.
 
په دې کتنه کې خليل الرحمن حقاني وويل چې ترکيه بايد د نړيوالو قوانينو له مخې د کډوالو د جبري شړلو پر ځاى د کار زمينه برابره کړي او د لا زياتو خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوى د ستونزو د حل په خاطر بايد د فعاليتونو لپاره مناسب شرايط رامنځته شي.
 
د هغه په ​​وينا، اړينه ده، چې د هغو افغانانو لپاره چې غواړي هېواد ته راستانه شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ يو ګډ ميکانيزم رامنځته شي.
 
په دې کتنه کې د ترکیې نوي سفیر جنګ اونال هم وویل چې د دغه هېواد له چارواکو سره به راپورته شوې ستونزې شریکې کړي.
 
ترکیې په وروستیو میاشتو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.
 
د یادولو وړ ده چې د خپرو شوو شمیرو پر بنسټ په ترکیه کې څه باندې ۳۰۰ زره افغان کډوال ژوند کوي.
 
https://avapress.com/vdcdoj0xxyt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته