دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 278744
د مزار- جدې هوايي دهلیز پرانیستل شو
د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر عملیاتي قوماندان وايي: پخوا به مسافرو کابل ته د جدې الوتنې او له هغه ځایه د تللو په موخه تګ راتګ کاوه، خو د مزار- جدې هوايي دهلېز پرانېستل زموږ هېوادوالو ته اسانه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د مزارشریف د مولانا جلال الدین محمد بلخی نړیوال هوایی ډګر عملیاتی مدیر احمد احمد خالد اختیاری، د مزار- جدې هوایی دهلیز د کار د پیل په اړه رسنیو ته وویل:«نن ورځ رسمی مراسم ترسره کیږی او له مزارشريف څخه جدې، او برعکس د الوتنو د پرانستلو لپاره دغه اقدام يوه ستره لاسته راوړنه بلل کېږي.
 
هغه وويل، چې له مزارشريف څخه جدې ته په لومړۍ الوتنه کې له سلو زيات مسافر وو او د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت هڅه کوي، چې د هېوادوالو لپاره ټولې لازمې اسانتياوې برابرې کړي او په اړه يې تدابير نيول شوي دي.
 
نوموړي زياته کړه، چې د هوايي دهلېزونو د فعاليت د پيل په موخه له نورو هېوادونو سره د اړيکو د تنظيم په اړه لارښوونې شته او د هېواد له ټولو فعالو سياسي ادارو سره مو خبرې کړې دي، ترڅو د هېوادوالو د مستقيمو الوتنو زمينه برابره شي.
 
د مولانا جلال الدين محمد بلخي نړيوال هوايي ډګر عملياتي قوماندان د ستونزو د حل او د مسافرو لپاره د لا زياتو اسانتياوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې د مزارشريف په هوايي ډګر کې کومه ستونزه نشته او که کومه ستونزه رامنځته شي، لازم چمتووالى او ظرفيت لري.
 
د مولانا جلال الدين محمد بلخي نړيوال هوايي ډګر مسوول مولوي حيات الله سفر وويل، چې د مزارشريف په هوايي ډګر کې د مسافرو د الوتنو د خونديتوب لپاره لازم تدابير نيول شوي او د اندېښنې وړ خبره نشته او زموږ هېوادوال په امن کې دي.
 
له بلې خوا د هېواد د هوايي شرکتونو استازو وويل: زموږ هدف خلکو ته ښه خدمت کول دي او خپلو هېوادوالو ته د مناسبو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن يو او د مزار- مشهد، مزار- تهران او مزار- جدې الوتنې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د مزار- جدې لومړۍ الوتنه د کام اير له خوا ترسره شوه او د مزار- جدې الوتنې به په اونۍ کې يو ځل د چهارشنبې په ورځ دوام وکړي.
 
https://avapress.com/vdchk6nik23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته