دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 278826
پاکستان دې د افغان کډوالو د اخراج په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي
د رئیس الوزرا اداري مرستیال په کابل کې د پاکستان د سفارت له شارژدافیر سره په کتنه کې له دغه هېواده وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ارګ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له دغه هېواده وغوښتل، چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.
 
په دې کتنه کې د رئیس الوزرا اداري مرستيال زياته کړه چې افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي مسلمان هيوادونه دي او د دواړو هيوادونو ترمنځ ښې اړيکې د دواړو هيوادونو په ګټه دي .
 
نوموړي دې ته په اشارې سره چې دواړه هېوادونه ډېر مشترکات لري، وويل چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره ښې اړيکې او مثبت تعامل غواړي.
 
ښاغلي حنفي ټینګار وکړ چې د پاکستان له خوا د کډوالو د ایستلو پریکړه د خلکو په افکارو منفي اغیز لري او د دواړو هیوادونو د ولسونو ترمنځ واټن رامنځته کوي چې د دواړو لورو په ګټه نه دی.
 
په تورخم او سپین بولدک کې یې د افغانانو د تګ راتګ اسانتیاوې برابرولې او د اسلامي ورورولۍ او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ یې له هغوی سره ښه چلند کاوه، همدارنګه هغه ماشومان، ښځې او بې ګناه خلک چې د درملنې لپاره پاکستان ته تلل او دا مهال په زندانونو کې دي، دوی باید خوشې شي.
 
له بلې خوا په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني په هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله په اوښتو ځاني او مالي زیانونو د خواشینۍ څرګندولو په ترڅ کې وویل چې د اسلامي امارت پیغام به د اسلام آباد چارواکو ته ورسوي.
 
هغه زیاته کړه، موږ د افغانستان د وضعیت د هر اړخیز ښه والي او په اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو برخو کې د مثبت او ښه خوځښت غوښتونکي یو. هغه زیاته کړه، موږ هڅه کوو هغه ټول مسایل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د واټن لامل ګرځي په متقابل تفاهم سره حل کړو.
 
په همدې حال کې پاکستان په دغه هېواد کې مېشتو ناقانونه کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د نومبر له لومړۍ نېټې مخکې دې له دغه هېواده ووځي، که نه نو له هېواده به زوره ایستل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcirvarqt1ayv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته