دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 280582
د تلپاتې سولې او ټولنیز پرمختګ لپاره ملي خبرو ته اړتیا ده
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د ارزونې په یوه خپلواک کمیسیون کې ویل شوي چې په افغانستان کې د هر اړخیزې حکومتولۍ، تلپاتې سولې او ټولنیز پرمختګ د رامنځته کولو لپاره په دغه هېواد کې د ملي خبرو اترو پر لور د ګامونو پورته کولو ته اړتیا ده.
افغان غږ خبری آژانس: دغه ارزونه د ترکیې د دیپلومات فریدون سینیرلیوغلو له خوا چې د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه ټاکل شوې وه، ترسره شوه.
 
د امنیت شورا د مارچ په میاشت کې غوښتنه وکړه چې د افغانستان په وړاندې د موجوده ننګونو د حل لپاره د یوې مربوطې او همغږې تګلارې لپاره د راتلونکو سپارښتنو سره یوې خپلواکې ارزونې ته اړتیا ده.
 
د دغه ماموریت د ترسره کولو په موخه فریدون سینیرلیوغلو دوه ځله افغانستان ته سفر کړی او د اسلامي امارت له مسؤلینو، سیاسي مشرانو او مدني ټولنو سره یې لیدنې او خبرې کړي دي.
 
د نورو هېوادونو یو شمېر چارواکو هم د افغانستان په اړه سفرونه او خبرې کړې دي.
 
د فریدون سینیرلیوګلو ارزونې راپور په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا یوځای کیدو لپاره د لارې نقشې په ګډون اوسنی وضعیت، سپارښتنې او وړاندیزونه لري.
 
د افغانستان د حالاتو دا ارزونې په داسې حال کې کیږي چې اسلامي امارت اوسنی حکومت هر اړخیز بولي او وایي چې د نړیوالو سازمانونو ډیری ارزونې او څیړنې په هیواد کې د حقایقو خلاف دي.
 
د اسلامي امارت چارواکي په هېواد کې په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې شته ننګونې نه ردوي، خو وايي چې د افغانستان وضعیت په بېلابېلو برخو کې د ښه کېدو په حال کې دی.
https://avapress.com/vdcaawnuu49nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته