دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 280687
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له پاکستانه څه باندې ۶ زره کسان هېواد ته راستانه شوي دي
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د ویستلو په بهیر کې ۶۲۴۲ تنه هیواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقبیان د یکشنبې په ورځ د عقرب په ۲۸ مه د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د تورخم له لارې ۶۲۴۲ تنه افغان کډوال د کندهار د سپین بولدک له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.
 
ښاغلي متلب زیاته کړه، چې ټول راستانه شوي کډوال له نوم لیکنې وروسته د مرستې ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان ته معرفي شوي دي.
 
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې ټول راستانه شوي کډوال له پاکستان څخه په زوره ایستل شوي دي. نوموړی له پاکستانه غواړي چې له افغان کډوالو سره د مهاجرت د نړیوالو اصولو له مخې چلند وکړي.
 
د ښاغلي متلب دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري او نن یکشنبه (۲۸ عقرب) د پاکستان له پېښور ښار څخه د دغو کډوالو د نیولو او اخراج لړۍ هم پیل شوې ده.
 
له بلې خوا د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو شمېر خلکو او د بشري حقونو فعالانو په یوه لاریون کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو غوښتنه وکړه.
 
د مهاجرینو لپاره د عمل ګډې کمیټې (JAC) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د روان کال له اکتوبر میاشتې راهیسې له پاکستانه تر ۳۰۰ زره زیات کډوال شړل شوي او پاکستان د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.
 
په ورته وخت کې اکثره راستانه شوي کسان له اسلامي امارت غواړي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.
 
باید وویل شي، چې په تېرو دوو میاشتو کې د تورخم له لارې له ۲۰۰ زرو څخه د زیاتو کسانو په ګډون ۳۵ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
https://avapress.com/vdcg7z9xuak9734.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته