دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 281433
په بحرین کې د افغانستان د مرکزي بانک رئیس:

موږ به د افغانستان بانکي سیستم په بشپړه توګه اسلامي کړو

موږ به د افغانستان بانکي سیستم په بشپړه توګه اسلامي کړو
د افغانستان د مرکزي بانک مشر هدایت الله بدري په بحرین کې په یوه کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې د بانکي سیستم د اسلامي کولو هڅه کوي. هغه زیاته کړه، اسلامي امارت غواړي چې د اسلامي هېوادونو او مؤسساتو له تجربو څخه په استفادې د هېواد بانکي او مالي نظام له سود څخه پاک کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د قوس ۱۱ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د مرکزي بانک د رئیس هدایت الله بدري په مشرۍ یوه پلاوي په بحرین کې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړ.

هدایت الله بدري په دې کنفرانس کې وویل، چې د افغانستان مرکزي بانک د افغانستان د بانکدارۍ او مالي سکتور د بشپړ اسلامي کولو او له سود او نورو حرامو اعمالو څخه د پاکولو هوډ لري او زیاته یې کړه، چې اوس مهال د سود هر ډول راکړه ورکړه حرامه ده.

ښاغلي بدري وویل: په دې برخه کې د نورو اسلامي هېوادونو له تجربو او د نړیوالو اسلامي بنسټونو له تخصص او پوهې څخه په ګټې اخیستنې سره غواړو چې د افغانستان بانکي او مالي سیستم داسې جوړ شي چې له سود څخه پاک وي. 

د افغانستان د مرکزي بانک رئیس ټینګار وکړ چې د بانکونو تمویل باید په هغو برخو کې وشي چې خلکو ته ګټه ورسوي او له موږ سره د شرعي اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. د هغه په ​​وينا، هغه پروژې چې کار پيدا کوي، بېوزلي کموي، ټولنيز او اقتصادي عدالت تامينوي او د چاپېريال په ښه والي کې اغېزمنې دي بايد پاملرنه او اعتبار ورکړل شي.

ښاغلي بدري د دغه کنفرانس په څنډه کې له یو شمېر نړیوالو مالي بنسټونو، د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو له رئیسانو او دیپلوماتانو سره وکتل.

دغه راز د اسلامي بانکونو له اجرائيه رئيس، علماوو او د اسلامي بانکونو د شرعي کميټو له غړو سره بېلابېلې ناستې ترسره شوې او په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ د تطبيق په اړه د شرعي معيارونو او د مرکزي بانک د پولي تګلارې په اړه وضاحت وشو.
https://avapress.com/vdcgwq9xwak97t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته