دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 281566
فلسطینیان به خامخا دا جګړه په خپل قوي اراده وګټي
د ملي دفاع وزارت سرپرست د اسلامي نړۍ د علماوو له یوه لوړ پوړي پلاوي سره په کتنه کې وویل: لکه څنګه چې د اسلامي امارت مجاهدینو د نړۍ د سترو قدرتونو پر وړاندې د خپلې ایماني وسلې په مټ بریا ترلاسه کړه، د فلسطین ولس به هم حتماً بریا ترلاسه کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله  خوارزمی نن دوشنبه (د قوس ۱۳ مه) په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي چې د ملي دفاع وزارت له سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" سره د اسلامي نړۍ د علماوو يو لوړ پوړى پلاوى چې کابل ته راغلى و،  ليدنه يې وکړه او ويې ويل: لکه څنګه چې د اسلامي امارت مجاهدینو د نړۍ د سترو قدرتونو پر وړاندې د خپلې ایماني وسلې په مټ بریا ترلاسه کړه، فلسطینیان به خامخا په خپل قوي اراده دغه جګړه ګټي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د صهیونیسټي رژيم لخوا د غزې په تړانګې بمباري د بشریت ضد جنایت وباله او ویې ویل: هغه څه چې نن په فلسطین کښې تیریږي د نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ درد دی.

هغه همدا راز ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د افغانستان له خلکو سره د اسلامي هېوادونو له هر اړخیزو همکاریو او ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه کوي. 

په دې کتنه کې د دغه پلاوي په استازيتوب ډاکتر علي محمد "قره داغی" خبرې وکړې او د يرغلګرو په وړاندې يې د افغانستان د مجاهد ولس د زړورتيا او اتلولۍ يادونه وکړه او ويې ويل چې په افغانستان کې د اسلامي امارت بريا د هيلې يوه سرچينه ده. 

هغه زیاته کړه چې په دې هېواد کې د اسلامي نظام د حاکمیت له امله د افغانستان خلک اوس په پوره ډاډمن چاپیریال کې ژوند کوي.

دغه راز دغه پلاوي د اسلامي امارت د ښې حکومتولۍ د پروګرامونو ملاتړ وکړ او د افغانستان خلکو ته یې د اسلامي هیوادونو د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
https://avapress.com/vdcd9f0x9yt0jk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته