دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 282342
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو نوی راپور؛ د داعش په ګډون د وسله والو مخالفینو بریدونه کم شوي دي
د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په اړه په خپل نوي راپور کې ویلي چې د داعش په ګډون د وسله والو مخالفینو بریدونه د تېر کال د همدې مودې په پرتله په افغانستان کې کم شوي دي. په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت نازک دی او د وارداتو د زیاتوالي له امله سوداګریز کسر هم زیات شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د یوناما له خوا د جمعې په ورځ خپور شوي راپور له مخې، داعش د روان کال د اګست له لومړۍ نیټې څخه د نومبر د میاشتې تر ۷ نیټې پورې د افغانستان په دریو ولایتونو کې اته بریدونه کړي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې په همدې موده کې دغه شمیر دغې ډلې په شپږو ولایتونو کې ۲۷ بریدونه کړي دي.
 
ملګرو ملتونو ویلي دي چې د روان کال د اګست له لومړۍ نیټې څخه د اکتوبر تر ۲۲ نیټې پورې په افغانستان کې امنیتي پیښې د تیر کال د همدې مودې په پرتله دوه سلنه زیات شوي دي. وسله والې نښتې ۴۱ سلنه او چاودنې ۷۲ سلنه کمې شوې دي.
 
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد اقتصادي وضعیت نازک دی او د وارداتو د زیاتوالي له امله د سوداګرۍ کسر زیات شوی دی.
 
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر تر ۱۵مې پورې افغانستان ته شاوخوا ۳،۲ میلیارده ډالر نغدي انتقال شوي، چې ۱،۴ میلیارده ډالره یې د روان کال له پیله دي.
 
ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی، چې په لنډه موده کې له پاکستان څخه د زیاتو کډوالو راستنېدل به د افغانستان پر اقتصاد سخت فشار راوړي.
 
د دغه سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې ښځې او نجونې کولای شي ښوونځيو ته ولاړې شي، خو دا نه ده څرګنده چې په دغو ښوونځيو کې څومره زده کوونکي زده کړې کوي او ایا په دغو موسسو کې د معاصرو علومو مضمونونه هم تدریسېږي او که نه.
 
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، غواړي د افغانستان د راتلونکي په اړه د نړیوالې اجماع د رامنځته کولو او پیاوړتیا په موخه د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړي استازي راتلونکې غونډه په مناسب وخت کې جوړه کړي.
https://avapress.com/vdcgtx9xxak97w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته