دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 282545
د ۲۰۳ منصوري قول اردو له لوري د وسلو او مهماتو کشف
د ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۰۳ منصوری قول اردو امنیتي او دفاعي ځواکونو د کشفي راپورونو بنسټ په خوست او لوګر ولایتونو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د دفاع وزارت د ایکس پاڼی په حواله لیکلی چې د ملی دفاع وزارت د ۲۰۳ منصوری قول اردو امنیتی او دفاعی ځواکونو د کشفی راپورونو پر اساس د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې په خوست او لوګر ولایتونو کې یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ضبط شول.
 
دغه وزارت زیاته کړه چې په ترلاسه شویو وسلو کې (۲) امریکايي سیګما ډوله توپخانه، (۱۱۲۰) د زیکویک مرمۍ، (۲۵۲۰) د هاوان مرمۍ، (۵۰) د ۸۲ ملي متري هاوان مرمۍ، (۲۵) د ۶۰ ملي متري هاوان مرمۍ او (۱۵) د هاوان مرمۍ شاملې دي او داسي نور وسلی شاملي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د ملي اردو سرتېرو د هېواد له نورو ولايتونو څخه يوه اندازه وسلې او مهمات نيولي وو.
https://avapress.com/vdcba5b5srhbwsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته