دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 282770
درې اروپايي هېوادونه په سور سمندر کې د امریکا له سمندري ائتلاف څخه ووتل
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، هسپانیا، ایټالیا او فرانسې په سور سمندرګي کې د امریکا له نړیوال سمندري ایتلاف څخه د وتلو له تایید وروسته دغې سیمې ته د خپلو کښتیو له استولو ډډه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: دغه موضوع د ایکسپریس ورځپاڼې د شنبې په شپه د ډسمبر ۲۳ مه د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی.
 
تر دې مخکې د امریکا دفاع وزارت د دغه ایتلاف د غړیو شمېر ۲۰ تنه اعلان کړی و.
 
تر دې مخکې استرالیا هم د واشنګټن هغه غوښتنه رد کړې وه چې په سمندري  ائتلاف کې د شاملیدو لپاره سره سمندر ته یوه جنګي بیړۍ ولیږل شي.
 
په دې لړ کې د استرالیا د دفاع وزیر ریچارډ مارلس ویلي دي چې سره سمندر ته د یوې کښتۍ د استولو په بدل کې به د امریکا په مشرۍ د خپلو سمندري ځواکونو اندازه درې چنده کړي.
 
په عين حال کې د چين حکومت هم په سور سمندرګي کې د سوداګريزو بېړيو د ساتنې لپاره په نړيوال ايتلاف کې د شاملېدو په اړه د امريکا غوښتنې بې ځوابه پاتې کړې دي.
 
خو رویټرز خبري اژانس د سې شنبې په شپه د ډسمبر په ۲۳مه د برتانیا د سمندري ځواکونو د یوه چارواکي په حواله په سور سمندرګي کې د دوو بې پیلوټه الوتکو د الوتنې خبر ورکړ.
 
د راپورونو له مخې له دغو بې پیلوټه الوتکو څخه یوه یې په دې سیمه کې یوه سوداګریزه بیړۍ رالوېدلې، خو کوم زیان یې نه دی اړولی.
 
په یوه بله ورته پېښه کې یوه بې پیلوټه الوتکه د الحدیده له بندر څخه ۹۰ کیلومتره لیرې په سور سمندرګي کې لوېدلې ده.
 
تر اوسه د دغو دوو امنیتي پېښو نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.
 
تر اوسه د دغو بې پيلوټه الوتکو اصليت نه دی په ډاګه شوی، خو تر دې وړاندې د يمن حوثي ياغيانو د دغه ډول پېښو پړه پر غاړه اخيستې وه.
 
باید وویل شي، چې پر غزې د صهیونیسټي رژیم د بریدونو له پیلیدو وروسته، د یمن حوثي یاغیانو په سور سمندرګي کې د دغه رژیم په بیړیو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
 
د یمن جنګیالیو تراوسه پورې د صهیونیسټ رژیم څو بېړۍ یا هغه بېړۍ چې د دغه رژیم لپاره بار وړونکې وې نیولې او یا یې په نښه کړې او په عملی توګه یې د صهیونیسټ رژیم د بېړیو لپاره سره سمندر په بشپړه توګه ناامنه کړی دی په داسې حال کښې چې نورې بېړۍ حرکت کوی. په بشپړ امنیت کې دي.
 
صهیونیسټ رژیم چې د خپلو بېړیو د امنیت د تامینولو توان نه لری، د دغې ستونزې د حل لپاره له امریکا سره لاس او ګریوان دی. خو داسې ښکاري چې د امریکا په مشرۍ د نوي سمندري ایتلاف جوړېدل هم کار نه کوي.
 
رویټرز خبري آژانس د دې سمندري  ائتلاف د ناکامۍ په اړه چې د بېړیو د صنعت د باور په ګټلو کې یې ناکامه کړې، لیکلي دي: د صنعت فعالان د متحده ایالاتو لخوا په سور سمندر کې د یمن له بریدونو څخه د کښتیو د ساتنې لپاره د نوي سمندري  ائتلاف په اړه ډیر څه نه پوهیږي. 

په وروستي حالت کې، د آلمان "هاپګ لوویډ" او د هانګ کانګ "او سي ایل" دوو شرکتونو د جمعې په سهار اعلان وکړ چې دوی به تر بل خبرتیا پورې د سره سمندر له لارې د خپلو کښتیو تیریدل ودروي.
 
د یمن د سترې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي د پنجشنبې په شپه وویل: "د اعلان شوي ایتلاف هدف د اسراییلو (د رژیم) ساتنه ده، نه د نړیوالو کښتیو."
 
هغه ټینګار کړی چې هېواد به یې د امریکا هر ډول برید ته ځواب ورکړي.
https://avapress.com/vdcbz5b5grhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته