دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 283871
داعش د کابل په ختیځ کې د چاودنې مسوولیت منلی دی
داعش ترهګرې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کابل ختیځ د ۱۶مې ناحیې په زمان خان کلا کې د پرونۍ چاودنې مسولیت په غاړه اخیستی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: داعش ترهګره ډله وايي چې د پلچرخي زندان د کارکوونکو یو موټر یې په نښه کړی دی.
 
دکابل دپوليسو وياند وايي په دغه چاودنه کې چې تيره شپه د کابل دپوليسو يو موټر په نښه شو درې تنه ملکي وګړي شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول .
 
د هغه په ​​وينا، دغه چاودنه په موټر کې د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله شوې ده.
 
ځدراڼ زياته کړه، چې چاودنه د کابل ښار د ١٦مې حوزې اړوند د علي خېلو په سيمه کې شوې او د پلټنو پر مهال د پوليسو له خوا يو شکمن نيول شوى دى.
 
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې شنبې په ورځ په دشت برچي کې د یوې بلې چاودنې له امله ۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
 
د داعش ترهګرې ډلې هم د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.
 
د شنبې په شپه په دغه چاودنه کې د مسافر وړونکي بس موټر په نښه شو.
https://avapress.com/vdcefx8wzjh8vvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته