دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 284039
د یمن پوځ د امریکا او بریتانیې بېړۍ په نښه کړې
خبري سرچینو د جمعې په سهار خبر ورکړ چې د یمن ملي پوځ په یمن باندې د امریکې او برطانیې د هوايي حملو په ځواب کښې په سور سمندرګي کښې د امریکې د ملکیت یو هدف په نښه کړ.
افغان غږ خبری آژانس: په سور سمندرګی کی یوه امریکایی بیړۍ د یمن د بالستیک توغندیو په وسیله په نښه شوې ده.
 
العهد عراقي خبري سایټ هم د یمني سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د سور سمندر په مرکز، د هانیش ټاپو په شمال او د یو ایس ایس آیزن هاور په موقعیت کې د دوو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
 
د انصارالله د شورا غړی عبدالسلام جحف په خپله ایکس پاڼه کی ولیکل: د امریکا لومړۍ بیړۍ د خدای په فضل سره ډوبه شوه.
 
ځینو غیر رسمي سرچینو هم ادعا کړې چې د ایزن هاور الوتکې وړونکې بیړۍ د یمن د وسله والو ځواکونو د توغندیزو بریدونو هدف و. تر اوسه د دغو بریدونو د پایلو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
 
دا برید د یمن پر بېلابېلو سیمو د امریکا او بریتانیا د هوايي بریدونو په غبرګون کې کېږي.
https://avapress.com/vdcbfab59rhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته