دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 284133
اسلامي امارت په یمن باندې د امریکا او انګلستان پوځي تیری وغانده
د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په یمن باندې د امریکا او انګلستان پوځي تیری په کلکه غندلی او هغه یې له نړیوالو اصولو څخه ښکاره سرغړونه او په سیمه کې د کړکیچ د لا پیچلتیا وړ بللې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې؛ اسلامي امارت دغه بمباري له نړیوالو اصولو څخه ښکاره سرغړونه او په سیمه کې د کړکیچ د لا پیچلتیا په سترګه ګوري چې په عملي توګه یې د منځني ختیځ او د سیمې د ټولو هیوادونو امنیت او ثبات له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: "امریکا او ملګري یې باید له خپلو تېرو یرغلونو او ناکامیو زده کړي."

هغه زیاته کړه: له بده مرغه د سیمې او نړۍ نفوذی هیوادونه د صهیونیسټ رژیم له خوا د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه نه شی نیولی او په دې برخه کښې د موثرو اقداماتو نشتوالی د دې سبب شوی دی چې دغه جنګ نورو هیوادونو او سیمې ته وغزیږی. 

د اسلامي امارت په اعلامیه کې دا هم راغلي: د امریکا او برتانیې خلک باید خپل حکومتونه له بغاوت، نافرمانۍ او بشر ضد کړنو څخه منع کړي، ځکه د دغه ډول ظالمانه کړنو په پایله کې به یاد هیوادونه هم زیانمن شي.

په دې اعلاميه کې له اسلامي هېوادونو غوښتل شوي چې د فلسطين او نورو مسلمانو هېوادونو ملاتړ وکړي او په دې حساسو شرايطو کې کوچني اختلافات يوې خواته کړي او د مظلوم ملت په وړاندې خپل مکلفيت ادا کړي.

د دغې بیانیې په دوام کښې راغلي دي: د افغانستان حکومت هم له نفوذ لرونکو هیوادونو غواړي چې په سیمه کښې د لا زیاتې بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره اقدام وکړي او په صهیونیسټي رژیم او ملاتړو یې فشار راوړي څو په فلسطین کښې د خلکو د عام وژنې مخه ونیسي. 

د یادولو وړ ده چې د تیرې جمعې په ورځ هم امریکايي او بریتانوي ځواکونو په یمن کې د حوثي یاغیانو په مرکزونو څو ځله پوځي بریدونه وکړل.
https://avapress.com/vdcgwt9xwak97q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته