دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 284205
عبراني رسنۍ: یمنیان د اسرائیلي پوځ پر ضد د عملیاتو لپاره روزل کېږي
د صهیونیسټ رژیم رسنیو د انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې ده چې د یمن پوځ د پوځی روزنې په حال کښې دی او د صهیونیسټ رژیم د پوځ پرضد اقدام کوی.
افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټی رژیم د «i24news» سپوږمکۍ چینل د یمن د پوځی ځواکونو د روزنې د یوې ویدیو په خپرولو سره چې د دغه رژیم د پوځیانو په خلاف د عملیاتو لپاره ترسره کیږی، خبر ورکړی.

عبراني شبکې لیکلي: «همدارنګه په دې ویډیو کې د فلسطین بیرغ سره ټانکونه د هاوانونو ډزې لیدل کیږي، بیا د تمرین په یوه بله مرحله کې، ځواکونه لیدل کیږي چې د اسراییلي میشتځایونو دیوالونه الوځوي، او په دې توګه دننه بریدونه کوي. او خپلو کورونو ته ننوځي.

د یمن د انصار الله غورځنګ د اطلاعاتو د کمیټې مرستیال نصرالدین عامر له دې مخکې په یوه ټلویزیوني مرکه کښې وویل: هغه اډه چې د شنبې په ورځ امریکایانو په نښه کړې وه، تړل شوې وه خو دغه حمله د یمن له ملي حاکمیت څخه سرغړونه ده.

امير وويل: موږ به هيڅکله امريکايانو ته اجازه ورنه کړو چې زموږ د هېواد پر ضد عمل وکړي او ډېر ژر به يې ځواب ورکړو.

دغه یمنی چارواکی زیاته کړه: هغه اډه چې د شنبې په سهار امریکایانو په نښه کړه له نظمه بهر وه او په یمن کښې د جنګ له پیله تراوسه په لسګونو حملې شوی دی او د امریکې حملې هیڅ اغیز ونکړی.

باید وویل شي، چې په دې وروستیو ورځو کې پر یمن د امریکا او انګلستان له پوځي یرغل وروسته کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی دی.
https://avapress.com/vdcgzt9xnak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته