دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 284282
یمن ته نژدې پر یوې کښتۍ برید
د برتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتي سازمان د عدن د خلیج په سویل ختیځ کې ۹۵ سمندري میله کې د یوې امنیتي پیښې خبر ورکړ او اعلان یې وکړ چې دوی د پیښې په اړه تحقیقات کوي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه شرکت نن دوشنبه (د جدی ۲۵ مه) اعلان وکړ چې یوه بیړۍ د یوه توغندی په واسطه په نښه شوې ده.

په عین حال کښې المیادین خبری چینل د سیمه ایزو سرچینو په حواله د یمن په لویدیځ کښې په حدیده کښې د پیښې خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یمني ځواکونو په دې وروستیو ورځو کې پر دغه هېواد د امریکا له پوځي یرغل وروسته پر اسرائیلي بېړۍ خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
https://avapress.com/vdcbwab55rhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته