دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 284522
ترکیه: د اسلامي امارت مخالفین زموږ په خاوره کې د عملیاتو حق نه لري
په کابل کې د ترکیې سفیر جینک اونال د رئیس الوزرا د دفتر له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد به یې هیچا ته اجازه ورنه کړي چې په ترکیه کې د اسلامي امارت پر ضد سیاسي او پوځي اقدامات وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د ترکیې سفیر دغه څرګندونې پرون (پنجشنبه د جدی ۲۸ مه) د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر سره په کتنه کې وکړې.
 
ارګ په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د ترکیې سفیر په دې کتنه کې د افغانستان او ترکیې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ترکي سوداګر چمتو دي چې په افغانستان کې د کانونو، برېښنا او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي.
 
جینک اونل ټینګار وکړ: ترکیه د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې همکارۍ ته چمتو ده او د افغانستان له پرمختګونو ملاتړ کوي. "ترکیه به هیچا ته اجازه ورنکړي چې په ترکیه کې د اسلامي امارت پر ضد سیاسي او پوځي اقدام وکړي."
 
د ترکيې سفير ويلي دي چې ترکي سوداګر چمتو دي چې په افغانستان کې د کانونو، برېښنا او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي.
 
د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال هم له افغانستان سره د ترکیې له مرستو او همکاریو مننه وکړه او ویې ویل چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د ترکي پانګوالو لپاره د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده.
 
مولوی عبدالکبیر زیاته کړه، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او په سیمه کې د اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا هڅه کوي.
 
هغه د ترکیې له دریځ څخه مننه وکړه، چې هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د اسلامي امارت په وړاندی سیاسي او نظامي فعالیتونه ترسره کړي او ټینګار یې وکړ، چې اوس د ټولو افغانانو لپاره د ګډ او سوله ییز ژوند زمینه برابره شوې ده.
https://avapress.com/vdcir5arrt1avw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته