دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 285035
په بلخ ولایت کې د روږدو کسانو د راټولولو بهیر پیل شو
د بلخ ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي وايي، چې له لسو ورځو راهيسې له مزارشريف ښار او بلخ ولسواليو څخه د نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پيل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه یی توکو سره د مبارزې مدیریت یو مسوول جمعه خان د دغه ولایت په کچه د نشه یی توکو د روږدو کسانو د راټولولو په اړه وویل: له لسو ورځو راهیسې د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار او ولسواليو له سطحې څخه په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پيل شوې او تر اوسه د بلخ ولايت د معتادينو په کمپ کې له ۴۰۰ څخه زيات په نشه يي توکو اخته ناروغان بستر شوي دي. 

هغه زياته کړه: د بلخ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت د معتادينو د مخنيوي کمپ فعاليت وخت په وخت د بوديجې د نشتوالي له امله په ټپه درېږي او له سوداګرو او مخورو څخه غوښتنه کوو، چې د انسان جوړونې په دغه مرکز کې مرسته وکړي، څو له نشه يي توکو څخه پاک شي.

هغه وويل، سره له دې چې د بلخ د نشه يي توکو د کنټرول ادارې د معتادينو د مخنيوي کمپ د فعاليت او بوديجې تخصيص په اړه تصميمونه نيولي او ډېر ژر به عملي شي، خو بيا هم سوداګرو ته سپارښتنه کوو چې له موږ سره همکاري وکړي.

دبلخ ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې ادارې رييس وويل: په بلخ ولايت کې دنشه يي توکو شخصي مرکزونه بند شوي دي او ددولت تر څارنې لاندې په دغه ولايت کې دښځو او ماشومانو لپاره دنشه يي توکو ددرملنې مرکزونه هم فعال دي .

هغه وویل: د هر ناروغ په روغتون کې بستر کولو موده توپیر لري او موږ د هر ناروغ درملنه له 45 څخه تر 90 ورځو پورې کوو.

له بلې خوا په نشه يي توکو يو شمېر روږدو کسانو وويل: له دغې ناوړه پديدې څخه د درملنې او د ژغورنې په برخه کې د دولت اقدام د ستاينې وړ دى او موږ غواړو چې له درملنې وروسته ورته د کار زمينه برابره شي.

ویل کیږي چې په بلخ ولایت کې شاوخوا ۹۵ زره په نشه يي توکو روږدي دي.
https://avapress.com/vdcipwarwt1avu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته