افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ولایت والي وايي، هڅه کوي د پنجشیر ځوانانو ته د سوداګرۍ او پانګونې بهیر پراخ کړي.
حافظ محمد اغا حکيم د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست ته لارښوونه وکړه چې د پنجشير ځوانانو ته اجازه ورکړي چې د پنجشېر د زمردو د دغو صندوقونو په پېر او پلور کې ونډه واخلي چې بيه يې تر پنځو زرو ډالرو پورې ده.
د پنجشير والي څرګنده کړه چې د پنجشير ځوانان کولاى شي د پنجشير د زمردو د توليد د پير او پلور په برخه کې د پنجشير د کانونو او پټروليم رياست تر چتر لاندې او د قانون له مخې خپل کوچني کاروبار ترسره کړي.
د پنجشېر د کانونو او پټروليم رييس مولوي محمد قاسم اميري وايي، چې د ولايتي ادارې دغه لارښوونه د دوى له لوري عملي شوې ده.
د پنجشېر د کانونو او پټروليم رييس وويل، چې د پنجشېر د زمرد د محصولاتو په ورته ليلام کې، چې نن ترسره شوه، زياتره ځوانانو برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه، چې په نننۍ ليلام کې د پنجشېر زمرد څلور سوه څلور څلوېښت قيراط په اته سوه دېرش ډالره وپلورل شو.