افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د سوداګرۍ وزارت پرون (حمل ۱۹) په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د بدیلې لارې د موندلو په موخه یې لومړۍ ناسته ترسره کړه.
د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د هېواد د صنعت او سوداګرۍ په وده کې د اسانتیاوو پر راوستلو د ټینګار ترڅنګ وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د بدیلې لارې په لټه کې د نورو لارو او بندرونو بندول نه دي، بلکې هڅه کوو چې په دې برخه کې نورې اسانتیاوې رامنځته کړو.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست وویل چې اسلامي امارت په خپلو فعالیتونو او له هیوادونو سره اقتصادي اړیکو کې؛ دا یوازې د خدای (ج) رضا او د خلکو ګټې په پام کې نیسي.
د صنايعو او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت د تعرفې کمېټې پرېکړه کړې، چې هغه رياستونه چې د دې کمېټې غړيتوب لري، د لومړۍ موضوع د مادو د تطبيق په موخه خپل تخنيکي استازي وټاکي، چې د روان کال د ثور د مياشتې د يوولسمې نېټې پرېکړه ليک د ۱۴۴۵ هـ ق کال چې د اقتصادي کمیسیون په ځانګړې غونډه کې تصویب شو.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې زیاته کړې، چې د دغه پرېکړه لیک لومړۍ ګڼه ۱۰ پراګرافونه لري او په هغه کې د چابهار بندر پر موثریت او ښې استفادې ټینګار شوی دی.