افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد خادران پرون دوشنبه (حمل ۲۰مه) د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې د کابل امنیه قوماندانی د اختر په مناسبت جدی امنیتی تدابیر نیولی دی.
د هغه په وينا، د اختر په ورځو کې د لا ښه امنيت د تامين په موخه د کابل امنيې قوماندانۍ د ګذر له ټولو وکيلانو او د خلکو له استازو سره ناسته وکړه او امنيتي مسوولينو يې کړنلارې ورسره شريکې کړې.
د کابل د امنیه قومندانۍ د ویاند په وینا، که کومه امنیتي ستونزه وي، وکیلان باید امنیتي مسوولینو ته خبر ورکړي او مسوولین هم مکلف دي، چې ستونزه هواره کړي.
خالد خدران وايي، د اختر په ورځو کې د امنیتي تدابیرو لپاره د کابل امنیه قومندانۍ د پلازمېنې په بېلابېلو زونونو وېشلې او په هر زون کې د خلکو استازی لري.
هغه زياته کړه، د اختر په ورځو کې د لا ښه امنيت د تامين په موخه د همغږۍ يو کمېسيون جوړ شوى، چې په کې د ملي امنيت، ملي دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت او نورو امنيتي ارګانونو استازي شامل دي.
هغه وویل: هېوادوالو ته مې پیغام دا دی چې د اختر په ورځو کې کله چې تفریح ځایونو او بازارونو ته لاړ شي، که کومه امنیتي ستونزه وویني، نو ۱۱۹ بېړنۍ شمېرې ته دې زنګ ووهي، د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه به یې په اړه اقدام وکړي.
په ورته وخت کې د پلازمینې اوسیدونکو هم د اسلامي امارت له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د کوچني اختر په شپو ورځو کې د امنیت په ټینګښت کې پوره پوره ډاډ ورکړي.