افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د دوشنبې په ورځ د ایبک ښار د تخت رستم سیمې اړوند د خوستیه کلي کې کندي را څرګند شوی.
سرچينې زياته کړې، چې تر دې دمه يې ګڼ شمېر باغونه او کورونه نړېدلي دي.
بل خوا دولتي سرچینې تاییدوي چې د سیمه ییزو چارواکو په امر تر ۵۰ ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
سرچینو ویلي دي چې د جوړو شویو کنډو له دننه څخه د "ویرونکي" ډبرو د لګیدو غږ هم اوریدل کیږي.
په همدې حال کې د دغه کلي يو اوسېدونکی وايي چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د زلزلې لږ ټکانونه احساسوي.
اسلامي امارت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دې طبیعي پیښې لامل روښانه نه دی.
ويل کيږي چې په دغه کلي کې ٦٠ کاله وړاندې سل متره ژوره کنده جوړه شوې وه.
طبیعي پیښې په هیواد کې نوې نه دي.