افغان غږ خبری آژانس: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۳ تنه شهیدان او ۶۰ ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوی چې اوس هم عملیات روان دی.
په دغه بیانیه کې راغلي دي: یو شمیر قربانیان اوس هم په سړکونو او خاورو کې پراته دي او د ملکي دفاع کارکوونکي او امبولانسونه نشي کولای چې روغتونونو ته ورسوي.
صهیونیسټي رژیم په تیرو شپږو میاشتو کښې د غزې د خلکو په خلاف وحشتناکه جګړه پیل کړه او حتی د روغتونونو، ښونځیو او د ښوونې او روزنې د مرکزونو په شمول یې ټول ملکي مرکزونه په نښه کړل. پر غزې د دغه رژیم بریدونه دوام لري.
د غزې د ملکي دفاع وزارت نن اعلان وکړ چې له خان یونس څخه د نیواکګرو له وتلو راهیسې یې د غزې په الشفا طبي کمپلیکس کې د ۴۰۹ شهیدانو جسدونه موندلي دي.