افغان غږ خبری آژانس: رویټرز خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ (اپریل ۱۷) خبر ورکړی چې په عمان کې سخت طوفان ۲۰ تنه وژلي دي.
د دغه رپوټ له مخې په متحده عربی اماراتو کښې د سخت باران له امله یو کس مړ شو.
د عمان د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې دغه طوفان تېره یکشنبه د دغه هېواد له «العین» سیمې څخه پیل او د سه شنبې په ورځ (اپریل ۱۶) متحده عربي اماراتو ته داخل شو.
دغه طوفان د عمان په ځینو ښارونو کې کورونه نړولي او سړکونه یې بند کړي دي.
د چارواکو په وینا د دغه طوفان له امله د عمان او متحده عربي اماراتو په ځینو برخو کې دولتي دفترونه او ښوونځي تړل شوي دي.
پر دې سربیره په متحده عربي اماراتو کې هم سخت باران د دغه هیواد په ځینو سیمو کې د الوتنو د ځنډیدو او د بریښنا د پرې کیدو لامل شوی دی.
کارپوهانو په ځینو عربي هیوادونو کې د سخت باران لامل د ځمکې د بې ساري تودوخې لامل بللی دی.
د اډینبورګ په پوهنتون کې د اقلیم کارپوه ګابي هیګرل خبرداری ورکړی چې د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله به په دغو دوو هیوادونو کې اورښتونه زیات شي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د عمان او متحده عربي اماراتو اتباعو په دغه اندازه باران نه و ليدلى.