دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 288934
ملګري ملتونه: تېر کال مو په افغانستان کې ۴۷۰ کیلومتره د اوبو کانالونه جوړ کړل
ملګري ملتونه وايي، په تېر کال کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سیمه ییزو ټولنو په همکارۍ د اوبو ۴۷۰ کیلومتره کانالونه جوړ کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، چې تېر کال یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سیمه ییزو ټولنو په همکارۍ نږدې ۴۷۰ کیلومتره د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ (اپریل ۱۷) په ایکس پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې کروندګر د اوبو له لاسرسي پرته ژوند ته دوام نه شي ورکولی.
 
دوی زیاتوي، چې د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، ترڅو خپلو کورنیو ته خواړه ورکړي او اضافي محصولات وپلوري.
 
له څو کلونو پرله پسې وچکالۍ وروسته په افغانستان کې وروستیو اورښتونو کروندګر هیله من کړي چې راتلونکی کال به ښه حاصلات واخلي.
https://avapress.com/vdcjtoe8xuqeohz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته