دخپریدو نیټه :شنبه ۱ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 289028
د سرو زرو په کانونو کې پانګونې ته په هېواد کې د پانګوالو لېوالتیا
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، له چین څخه یې له ملي پانګوالو او د هغوی د سوداګریزو شریکانو غوښتنه کړې چې د هېواد په کانونو په تېره بیا د سرو زرو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، د دغه وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د چین له یو شمېر ملي پانګوالو او د هغوی له سوداګریزو شریکانو سره د قراردادونو په تړاو وکتل. 

دغه وزارت زیاتوي چې دغه پانګوال غواړي د هېواد په کانونو په ځانګړي ډول د سرو زرو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د امنيت له ټينګښت سره په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته د پانګوالو لېوالتيا زياته شوې ده.
https://avapress.com/vdcewo8wvjh8v7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته