دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 289091
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ دریم فصل پیل شو
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ درېیم فصل د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د دولسو لوبډلو په ګډون پرون شنبه په کابل کې په رسمي توګه پیل شو.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ دریم فصل پرون شنبه د ثور په لومړۍ نېټه د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د دولسو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شو.

دغه لیګ پرون شنبه د ثور په لومړۍ نېټه د افغانستان د فوټبال فدراسیون د چارواکو په حضور او د دوو لوبو په ترسره کولو سره په رسمي توګه پیل شو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر د پیل په مراسمو کې وویل چې سږنۍ سیالۍ له تېرو کلونو سره توپیر لري او په دغو سیالیو کې بهرني لوبغاړي هم حضور لري.

نوموړي د فوټبال سیالیو لپاره د امنیت په برابرولو هم خوښي څرګنده کړه.
https://avapress.com/vdceoo8wzjh8v7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته