دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 289220
هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره به نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شي
د عامې روغتیا وزارت د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رئیس سره د دغه وزارت د سرپرست وزیر له خبرو وروسته د راستنیدونکو کډوالو لپاره د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له مشر لیونارد زولو سره وکتل.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د راستنېدونکو کډوالو لپاره د روغتيايي خدمتونو او په هېواد کې د هغوى لپاره د نويو روغتيايي مرکزونو پر جوړولو خبرې وکړې.

دغه وزارت زیاتوي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مسوولینو هېواد ته له راستنېدونکو کډوالو سره د دغه دفتر د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

په همدې حال کې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو پیل کړی دی.
https://avapress.com/vdcir3arut1avr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته