افغان غږ خبری آژانس - هرات: د افغان ګاما ګروپ شرکت (قراردادی شرکت) اجراییوی رییس حاجی امیر حمزه وایی: د خواف - هرات اورګاډی پټلۍ د څلورمې برخې د دویمې برخې کار پیل شی.
د هرات - خواف اورګاډي پټلۍ د څلورمې برخې دوهمه برخه ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري چې په راتلونکو دوه نیمو کلونو کې به د ۵۳ میلیونه ډالرو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د چهاردرې خواف دوهمه برخه د دې کرښې وروستۍ برخه ده، چې له "رباط پريان" څخه پيلېږي او تر صنعتي ښارګوټي او د هرات تر هوايي ډګر پورې غځېږي.
د هرات – خواف د اورګاډي پټلۍ په بشپړیدو سره به افغانستان د ایران له سمندري بندرونو او له هغې لارې ترکیې او له هغه ځایه اروپا سره ونښلول شي.
د يادونې وړ ده، چې د هرات- خواف اورګاډي پټلۍ د څلورمې برخې د دويمې برخې د جوړولو تړون د روان کال په پيل کې د افغانستان د اورګاډي ادارې او د "ګاما ګروپ" په نوم د يوه خصوصي شرکت ترمنځ لاسليک شو.