دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۱۰
د مطلب کود : 33416
په ګډو پوځي عملیاتو کې ۹ تنه طالب وسله وال وژل شوي
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ګډو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په تخار، کندهار او هرات ولایتونو کې درې ګډ پوځي عملیات کړي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۶ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۶ نور نیول شوي دي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ګډو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په تخار، کندهار او هرات ولایتونو کې درې ګډ پوځي عملیات کړي.

دغه وزارت وايي، پولیسو په هلمند ولایت کې یو وسله وال طالب د ماین ښخولو پر وخت نیولی.

په خبرپاڼه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه دي راغلي.

بل خوا د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي، چې په خوست، غزني، هلمند، فراه او کندهار ولایتونو کې د ملي پوځ په عملیاتو کې درې تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۷ نور نیول شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو ۴ سرتیري په هلمند ولایت کې د دندې پر وخت وژل شوي.

د کندهار ولایت د رسنیو دفتر هم په یوه خبرپاڼه کې وايي، چې د دې ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې یو ځان وژونکی حمله کوونکي د پولیسو یوې قوماندانۍ ته تر ننوتلو مخکې پولیسو وژلی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepe8x.jh8xzi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته