دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۵۱
د مطلب کود : 33574
ناټو په بروکسل د افغانستان او پاکستان په اړه غونډه کوي
د پاکستان په یوې سرحدي پوستې د ناټو ځواکونو له یوې حملې ورسته چې څلورویشت پاکستاني عسکر په کې ووژل شول، د ناټو سازمان او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوي دي.
د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن د دې سازمان په مرکز بروکسل کې خپلې دوه ورځنۍ خبرې پيلوي.

ټاکل شوې چې دوی د افغانستان او پاکستان په وضعیت او له روسیې سره پر اړیکو خبرې وکړي.

دا غونډه په داسې وخت کې کیږي، چې د پاکستان په یوې سرحدي پوستې د ناټو ځواکونو له یوې حملې ورسته چې څلورویشت پاکستاني عسکر په کې ووژل شول، د ناټو سازمان او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوي دي.

د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د افغانستان په اړه د بن د نړیوال کنفرانس په نتایجو په ځانګړې توګه د ۲۰۱۴ کال تر پایه افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال په موضوع هم وغږیږي

ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxiet.uqetaz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته