دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 35008
حامدکرزی: افغان ښځوته به په نوې کابینه، سفارتونو او د دولت په نورو اداروکې ځانګړې ونډه په پام کې ونیول شي
حامدکرزي د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي ترسره کوونکي بزدلان وبلل، وې ویل: زموږ په هېواد کې میرمنې یوازې دکورني تاوتریخوالي قرباني نه دي، بلکې د تروریستانو او د بهرنیو ځواکونو لخوا هم په بیلابیلو نومونو له منځه وړل کیږي.
د افغانستان د ښځو د شبکې اتیا تنو غړو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې په دې باندې ټینګار وکړ چې د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي عاملین دې مجازات شي.

په دغه کتنه کې چې تیره ماښام په ارګ کې ترسره شوه، میرمن ثریا صبحرنګ د فاریاب، پکتیا، بدخشان، نیمروز او بغلان په ولایتونوکې دکورني تاوتریخوالي له امله د ځینو وژل شویو میرمنو عکسونه جمهوررئیس ته ښکاره کړل او له هغه څخه یې وغوښتل چې د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي عاملین دې مجازات کړي.

په دغه کتنه کې په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو استازې شینکې کړوخیل، په ټولنه کې د افغان ښځو رول ته داشارې په ترڅ کې وویل: افغان میرمنې په هېوادکې ۵۰ سلنه جوړوي له دې امله د افغانستان حکومت دې په نوې کابینه کې هغوی ته څلور وزارتونه او پنځه معینیتونه په پام کې ونیسي.

دې وویل: افغان میرمنې د دې توان لري چې په بهرنیو هېوادونوکې د افغانستان د سفارتونو چارې پرمخ بوځي او په هېوادکې د والیانو په توګه دندې ترسره کړي.

کړوخیل، وړاندیز وکړ چې په بهرنیو هېوادونوکې د افغنستان له ۶۵ سفارتونو او نمایندګیو څخه دې پنځه سفارتونه او د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه دې دکابل او دایکندي ولایتونه ښځو ته ورکړل شي.

د دغې کتنې بلې برخه والې وږمې فروغ د سترې محکمې په عالي شورا او د سولې په شوراکې د ښځو د لازیاتې ونډې غوښتنه وکړه.

حامدکرزي د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي ترسره کوونکي بزدلان وبلل، وې ویل: زموږ په هېواد کې میرمنې یوازې دکورني تاوتریخوالي قرباني نه دي، بلکې د تروریستانو او د بهرنیو ځواکونو لخوا هم په بیلابیلو نومونو له منځه وړل کیږي.

د هېواد جمهوررئیس د ښځو پرخلاف تاوتریخوالی یو ستر انساني ناورین وباله او ډاډ یې څرګند کړ چې د ښځو پرخلاف د تاوریخوالي په اړه چې کله هم خبر شوی دی نو ډیر ژریې په اړه اقدام کړی او له دې وروسته به هم دا موضوع جدي ونیسي او د دغه ناوړه عمل ترسره کوونکي به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

حامدکرزي وویل: د دې لپاره چې دغه ناوړه سلوک ته د پای ټکی کیښودل شي دې ته اړتیا ده چې زموږ دیني عالمان او قومي مشرانو د جوماتونو د منبرونو له لارې او د هېواد ټولې رسنۍ په ګډه دغه غیرانساني او غیراسلامي عمل په کلکه وغندي او په دې اړه د عامه پوهاوي لپاره پروګرامونه برابر او خپاره کړي.

د هېواد جمهوررئیس ټینګار وکړ چې د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې دې د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د لارو چارو او عامه پوهاوي په باب دې د هېواد د عالمانو او د ښځو د شبکې لخوا په ګډه یو ملي کنفرانس جوړ شي.

همدا راز حامدکرزي، ډاډ څرګند کړ چې افغان ښځوته به په نوې کابینه، سفارتونو او د دولت په نورو اداروکې ځانګړې ونډه په پام کې ونیسي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjz0s.yt0kz6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته