د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې د کابل د نجونو له ښوونځیو څخه د فارغ شویو د کانکور آزموینه د روان لمریز کال د حوت یا کب د میاشتې په لومړۍ نیټه اخستل کیږي.
د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ریاست په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې په کانکور آزموینه کې د کارتو ویشل سرله ننه پیل شوي او فارغ شوې نجونې کولای شي ترلاسه یې کړي.
د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې سږ کال به په ټول افغانستان کې څه باندې یو نیم لک تنه د دولسمو ټولګیو فارغان د کانکور په آزموینه کې برخه واخلي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)