دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 37401
حامدکرزي د روسیې د جمهوررئیس په توګه د ولادیمیر پوتین د انتخاب له امله هغه ته مبارکي وویله
حامدکرزي، نن له غرمې وروسته له ولادیمیر پوتین سره د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې له خپلې خوا او د افغانستان د خلکو په استازیتوب هغه ته د روسیې د جمهوررئیس په توګه د انتخاب له امله مبارکي وویله.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، نن له غرمې وروسته له ولادیمیر پوتین سره د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې له خپلې خوا او د افغانستان د خلکو په استازیتوب هغه ته د روسیې د جمهوررئیس په توګه د انتخاب له امله
مبارکي وویله.

د رپوټونو له مخې، د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره په روسیه کې تېره ورځ انتخابات ترسره شول چې لومړیو اعلان شویو نتایجو په پایله کې ولادیمیر پوتین د ۶۴٪ په شاوخوا کې رایې ترلاسه او د روسیې د جمهوررئیس په توګه وټاکل شو.

د افغانستان جمهوررئیس په دغه ټیلیفوني اړیکه کې له خپل روسي سیال سره په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان او روسیې تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د کتنې په اړه خبرې
اترې وکړې.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccs0q1.2bqmx8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته