دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 38802
ناټو:افغان ځواکونه به ډیر ژر په سلو کې د ۷۵ برخې امنیتي مسولیتونه په غاړه واخلي
د ناتو یو لوړ رتبه پوځي قومندان وایي، چې افغان امنیتي ځواکونه به ډیر ژر د خپل هېواد د خاورې په سلو کې د ۷۵ برخې امنیتي مسولیتونه په غاړه واخلي.

د اروپا لپاره د امریکا د مرکزی قومندانۍ مشر ادمیرال جمس ستاوریدیس وویل، پر امریکایي او ناټو ځواکونو د افغان عسکرو د وروستیو حملو سره سره د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې چارې ښې پرمخ ځي.

هغه وویل، د درې نیم لکو امنیتي ځواکونو هدف به له ټاکلي پلان څو میاشتې مخکې په روان دوبي کې تر لاسه شي.

ستاوریدیس وویل، په نژدې راتلونکي کې به موږ په افغانستان کې د امنیتي مسولیتونو د لیږدولو د بل بهیر د پیل اعلان وکړو، چې په اساس به یي د دې هېواد په سلو کې د ۷۵ برخې مسولیت افغان امنیتي ځواکونو سپارل کیږي.

د امنیتي مسولیتونو د دریم پړاو په ترڅ کې به افغان امنیتي ځواکونه د هېواد د نفوسو د زیاتې برخې امنیتي مسولیت په غاړه واخلي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirvap.t1avu26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته