قطر، چې غواړي په خپله خاوره کې وسله والو طالبانو ته د دفتر د پرانستلو اجازه ورکړي، نن وویل، لېواله دی چې د افغانستان د سولې پروسې ته د قوت ورکولو لپاره له ټولو افغان خواوو سره خبرې وکړي.
د قطر دولتی خبري اژانس(QNA) د نړیوالو همکاریو لپاره د قطر د مشاور وزیر خالد محمد ال عطیاه له قوله وویل:«موږ به له ټولو خواوو سره خبرې وکړو.» ده دا خبره د افغان ډلو د پخلاینې په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.
د قطر د نړیوالو همکاریو د دولت وزیر دا څرګندونې د افغانستان له باندنیو چارو وزیر ډاکتر زلمي رسول سره له خبرړو وروسته وکړې. دوی په دوحې کې د طالبانو لپاره د دفتر پر پرانستلو هم خبرې وکړې.
زلمی رسول پرون له استانبول څخه قطر ته ورسېد او نن یې د دغه هیواد له بېلابېلو چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې.
په قطر کې د دفتر پرانستنه او له ګوانتنامو څخه د پنځو طالب بندیانو خلاصون د سولې تر پروسې مخکې د اعتماد د رامنځته کولو لپاره د طالبانو لومړني شرطونه دي. د افغانستان حکومت په پیل کې په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر له پرانستلو سره مخالفت کاوه. افغان حکومت همداراز له ګوانتنامو څخه کابل ته د طالب بندیانو د لېږلوغوښتونکی و.
خو د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، مخکې تر دې چې دا پنځه طالبان خوشي کړي دا ضمانت غواړي چې هغوی به بېرته د جنګ جبهې ته نه ځي.
طالبانو تېره میلادي میاشت له امریکا سره خبرې وځنډولې، ویې ویل چې د امریکایانو دریځ روښان نه دی. خو وروسته څرګنده شوه چې طالبان په دې خاطر نهیلي شول چې امریکایانو نه د دوی بندیان خوشي کړل او نه یې پرېښوول چې په دوحې کې سیاسي دفتر پرانیزي.
وروستي راپورونه وايي چې واشنګټن له قطري چارواکو سره د طالب بندیانو د خلاصون پرشرطونو خبرې کوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)