دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۱۴
د مطلب کود : 40139
د نوي کاله وړاندې په شان، د افغانستان د پرمختګ د مخنیوي په لاره کې اوس هم باندیني لاسونه فعال دي
مغزي وینځنې ۳۵ تنه ځوانان په ظالمانه توګه د دین، د پرمختګ او د خاورې پرخلاف په هڅونه کې له منځه وې وړل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورریس حامدکرزي په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې وروستیو تروریستي بریدونو ته داشارې په ترڅ کې وویل چې لکه د نوي
کاله وړاندې په شان د افغانستان د پرمختګ د مخنیوي په لاره کې اوس هم باندیني لاسونه فعال دي.

دهېواد جمهورریس چې نن یې د علامه محمود طرزي د زوکړې د یو سلو پنځوسمې کالیزې او د سراج الاخبار افغانیه د خپریدو د سلمې کلیزې په ویاړ د کابل پوهنتون لخوا په جوړ شوي نړیوال سیمینارکې خبرې کولې وویل: (( په کابل ، پکتیا ، لوګر او ننګرهارکې د دوه ورځې وړاندې تروریستي بریدونه موږ د اتیا کالو وړاندې پیښو ته
راګرځوي.))

ده وویل چې د افغانستان په دغو ولایتونوکې بریدونه چې ظاهرا د بهرنیانو پرخلاف د مبارزې په نوم ترسره شول او طالبانو اعلان وکړ چې دوی د کندهار ولایت د پنجوایي په ولسوالۍ کې د بهرنیانو په لاس د افغانانو د وینې د تویدو او د قران کریم د سوځیدو د غچ اخیستو لپاره دا بریدونه ترسره کړي کړی دي خو د غچ دغه عمل چې دوی د بهرنیانو پرخلاف پیل کړ، زیان یې چا ولید؟، ټول زیان افغانستان او اسلام ولیده، افغانانو او مسلمانانو ولیده.

حامدکرزي، وویل: هغه ۳۵ تنه ځوانان چې د طالبانو په نومونو افغانستان ته راغلل، ظاهرا مسلمانان اوټول ځوانان وه. د دې پرځای چې علم یې زده کړای وای،
د دین عالمان شوی وای، ملایان، ښوونکي او ډاکتران شوي وای، انتحاري شول، نه یې د ځان لپاره څه وکړل، نه کورنۍ ، نه هېواد او نه یې دین ته. د نورو مسلمانانو
د وژل کیدلو سبب هم شول. مغزي وینځنې ۳۵ تنه ځوانان په ظالمانه توګه د دین، د پرمختګ او د خاورې پرخلاف په هڅونه کې له منځه وې وړل.

حامدکرزي یو ځل بیا په دغه سیمینار کې پر طالبانو غږ وکړ چې له دغو بریدونو څخه چې ستاسو په نوم ترسره شول، یا تاسو وکړل یا هر بهرني چې وکړل، څه ګټه مو اسلام او مسلمانانو ته ورسوله؟، څه ګټه مو مسلمان او افغان ته و رسوله؟ په دواړو خواوکې دې مسلمانان او افغانان و وژل، اقتصاد، ځوانانو، او دین ته مو
زیان و رسولو، سپین ږیری مو پرې نښود چې جومات ته لاړ شي او لمونځ وکړي، قاري
مو پرې نښود چې قرائت وکړي، نجونې او هلکان مو پرې نښودل چې ښوونځي ته لاړ شي،کورنۍ مو ۱۸ ساعته په ویره او پریشانۍ کې پریښودلې، نو اسلام ته خو خیر و نه رسېده، بلکې اسلام ته مو زیان واړولو.

دهېواد جمهورریس بیا بیا طالبان مخاطب کړل، وې ویل: نه مو د افغانستان خپلواکۍ، نه مو د دغه هېواد د خلکو د پرمختګ او آرامتیا او نه مو د مسلمانانو د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره کار وکړ، بلکې په افغانستان کې مو د بهرنیانو د حضور د شتون لپاره کار وکړ. په افغانستان کې مو د بهرنیانو د حضور لپاره پلمه جوړه کړه.

حامدکرزي د وروستیو تروریستي پیښو په مهارکولوکې د افغانستان د امنیتي ځواکونو وړتیا وستایله، وې ویل: افغانستان دا وښودله چې د خپلې خاورې د ساتنې لپاره
وړتیا لري او محمود طرزي هم د افغانستان لپاره دغه ورځ غوښتله چې نن یې موږ په هڅه کې یو.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceoz8e.jh87xi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته