دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۳۵
د مطلب کود : 40412
د حیواناتو جنګول د اسلام له نظره ناروا عمل دی
که څه هم د سپیو او یا هم نورو حیواناتو جنګول د اسلام له نظره یو ناروا عمل دی خو لا هم په ځینو سیمو کې لیدل کیږي.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، هڅه به وکړي د کورنیو چارو وزارت په مرسته په هیواد کې د حیواناتو د جنګولو مخه ونيسي. که څه هم د سپیو او یا هم نورو حیواناتو جنګول د اسلام له نظره یو ناروا عمل دی خو لا هم په ځینو سیمو کې لیدل کیږي.د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، چې د سپیو او مرغانو جنګول د اسلامي موازینو پر خلاف کار دی.

د دې وزارت مرستیال داعی الحق عابد له ازادي راډیو سره په خبرو کې له هغو کسانو چې دا کار کوي، وغوښتل چې یو سالم مصروفت راخپل کړي.

نوموړي وویل، د حج او اوقافو وزارت غواړي، چې د کورنیو چارو د وزارت په همکارۍ د سپیو او مرغانو د جنګولو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي:

″کوم بد عادت چې په افغانستان کې لیدل کیږي، یو یې د سپیو جنګلول دی، ډېر منفي پدیده ده، چې په کابل او کندهار کې لیدل کیږي، ممکن په ځینو نورو ولایاتو کې هم وي.

داډېره بده پدیده. موږ غواړو، چې په نږدې راتلونکي کې د کورنیو چارو له وزارت سره دا موضوع شریکه کړو او امیدوار یو، چې د کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.″

د حج او اوقافو وزارت چارواکي د حیواناتو د جنګولو په مخنیوي کې د جوماتونو د ملاامامانو رول هم مهم بولي او وايي، چې دوی باید په خپلو ویناوو کې د دې کار د حراموالي په اړه تبلیغ وکړي.

ویل کیږي، چې پخوا هم د افغانستان حکومت د حیواناتو د جنګولو د مخنیوي لپاره ځینې اقدامات کړي دي، خو تر اوسه پورې یې د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې او داسې کسان لیدل کیږي چې د حیواناتو په جنګولو او ځورولو خپل ساعت تیروي.

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcir5a5.t1auz26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته