دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۴۱
د مطلب کود : 41185
م.م: تر ۲۰۱۴ مخکې باید د افغان مېرمنو د حقونو د ساتنې لپاره کار وشي
ملګرو ملتونو د ناټو د راتلونکې مشریزي غونډې په ګډونوالو غږ کړی؛ چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو له وتلو مخکې باید د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره ګامونه پورته کړې.
افغانستان ته د ملګرو ملتونو خاص استازي ″یان کوبیش″ د شنبې په ورځ وویل، که چیرې افغان حکومت له طالبانو سره پخلا شي او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، په تېرو لسو کلونو کې په دې هېواد کې د ښځو په تعلیمي او امنیتې برخو کې لاسته رواړنې ممکن له منځه لاړې شي.

د کوبیش څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د ماموریت یا (یوناما)، د ملګرو ملتونو د ښځو د سازمان او د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق د ګډې اعلامیې پر اساس وې.

د ناتو په غونډې کې چې د می په شلمه او یوویشتمه به د امریکا په شیکاګو ښار کې جوړه شي، افغان امنیتي ځواکونو ته د مرستو او بشری حقونو د ملاتړ په مسلو به بحث وشي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnq9t.ak9q74g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته