تمه ده، چې د پاکستان کابینه نن موافقه وکړي چې افغانستان ته د پاکستان له لارې ناټو خپل اکمالات وکړي.
د کابینې په غونډه کې به دا پریکړه هم وشي چې ولسمشر اصف علي زرداري کولای شي چې په شیکاګو کې د راتلونکې اونۍ په پیل کې د ناټو په سرمشریزه کې برخه واخلي.
ناټو اصف علي زرداري ته د دې لپاره بلنه ورکړې چې د شیکاګو په غونډه کې ګډون وکړي، چې پاکستاني حکومت داسې علامې ښکاره کړې چې د ناټو اکمالاتو ته به اجازه ورکوي.
د پاکستان د کابینې دفاعي کمیټې چې په هغه کې د امنیتي ادارو چارواکي او یو شمیر وزیران دي د سه شنبې په ورځ موافقه وکړه چې زرداري دې د شیکاګو غونډې ته ورشي.
پاکستان شپږمیاشتې مخکې وروسته تر دې د ناټو اکمالات له خپلې خاورې بند کړل چې د ناټو په هوایي برید کې د پاکستان څلرویشت پوځیان ووژل شول. امریکا پر دې پیښې خواشیني څرګنده کړه خو بښنه یې ونه غوښته.
له دې پیښې سره د امریکا او پاکستان اړیکي سړې شوې.
سرچینه:ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)