د بغلان د نهرین ولسوالۍ سلګونه اوسیدونکو نن له غرمې مخکې مظاهره وکړه چې مرګ ژوبله هم په کې رامنځ ته شوه.
د بغلان د ولایتي شورا غړي مولوي زین العابدین علوي ازادي راډیو ته وویل چې دغه کسانو ددې لپاره مظاهره وکړه چې حکومتي چارواکو د سیلاب ځپلو خلکو ستونزو ته رسیده ګی نه ده کړې.
د علوي په خبره په دې مظاهره کې یو مظاهره کوونکی وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د مظاهرې یوه ګډونوال ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرګ ژوبله د نهرین د ولسوال د کسانو په ډزو کې رامنځ ته شوه.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)