د شانګهای د همکارۍ د سازمان د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه نن په پیکنګ کې پای ته رسیږي.
د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان مشران به په ګډه یوه اعلامیه لاسلیک کړی، چې له مخې به یې له ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۵ کاله پورې په ګډه د تروریزم، بیلتون غوښتنې او افراطیت پرضد اقدامات کوي.
د چین جمهورریس هوجینټاو د دولتي ټلویزیون له لارې په وینا کې وویل، پیکنګ به د شانګهای د همکارۍ د سازمان غړیو ته لس میلیارډ ډالره پور ورکړي. هغه په دې اړه چې دغه پیسې به په څه ډول مصرفیږي، څه ونه ویل.
تمه کیږي، چې افغانستان به هم لکه د ایران، پاکستان، هند او منګولیا په څیر په دې سازمان کې د څارونکي غړي په توګه ومنل شي.
د چین جمهورریس هوجینټاو پرون له یوې دولتي رسنۍ سره په مرکه کې وویل، چې د شانګهای غړي باید د افغانستان په بیارغونه کې فعاله ونډه زیاته کړي.
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)