دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 45756
داسلامي مذهبونو دنژدیوالي نړیواله ټولنه:

په میانمارکې دمسلمانانووژنه، یوه نسل وژنه اوقومي پاکونه ده

په میانمارکې دمسلمانانووژنه، یوه نسل وژنه اوقومي پاکونه ده
پدې اعلآمیه کې له نړیوالې ټولنې، داسلامي مرستوله سازمان، او مسلمانو هیوادو څخه په میانمار کې دمسلمانانو دنسل وژنې او تاوتر یخوالي دپای ته رسیدو غوښتنه شوې، څو په دغه بحران وهلي هیواد کې دبې ځایه شوومسلمانانو، ښځو او کوچنیانو دحفاظت لپاره ژرترژره اړین او ضروري اقدامات وکړي.
په میانمارکې دمسلمانانو دوژنې په عکس العمل کې د(اهل بیت)(ع) ټولنې دیو اعلامیې په استولو سره ددغې نسل وژنی دمحکومولو په ترڅ کې، هغه په دغه هیواد کې دمسلمانو لږکيو په وړاندې دجنایتونو په توګه یاد کړي دي.

دافغان غږ خبری آژانس داژانس د رپوټ له مخې په دغه اعلامیه کې راغلي چی په خواشینۍ سره باید ووایو چې مونږ د درې لسیزو په اوږدوکې ګواه ووچی روهینګا مسلمانان، ډیر ځله دمیانمار دامنیتي ځواکونو له لوري دبشر دحقوقو له پا یمالولو په تیره بیا له نژادي پاکونې، وژنې، تیري او اجبارِ ليږدونې سره مخامخ شوي وو اوددې هیواد دولت دخلکو دامنیت دتامینولو داصلي مسئول په عنوان باید دغو وژنو ته دپای ټکی کیږدی ځکه چی ددې بهیر ادامه په هیڅ ډول دمنلو وړنه ده.

داهل بیت(ع) نړیوالې ټولنې پدې اعلامیه کې ددې هیواد له چارواکو څخه غوښتني څو ددغه دیني لږکیود حقونو دخوندي کولو په ترڅ کې، دنړۍ عمومي افکاروته دقیق او جامع رپوټ وړاندې کړي او ډیرژر دې داسې شرایط برابر کړي چې تاوتریخوالی پای ته ورسیږی او دمسلمانانو امنیت تامین شي.
پدې اعلآمیه کې له نړیوالې ټولنې، داسلامي مرستوله سازمان، او مسلمانو هیوادو څخه په میانمار کې دمسلمانانو دنسل وژنې او تاوتر یخوالي دپای ته رسیدو غوښتنه شوې، څو په دغه بحران وهلي هیواد کې دبې ځایه شوومسلمانانو، ښځو او کوچنیانو دحفاظت لپاره ژرترژره اړین او ضروري اقدامات وکړي.
داهل بیت (ع) نړیواله ټولنه په عین حال کې دانسانیت او اسلامیت ضد كريه او بدغوني فرهنګ په اړه چی د هغه منشاء او منبع په لویدیځو هیواد وکې دي، یوځل بیا اخطار ورکوي اوغواړی چې دنړۍ په بیلابیلو سیمو کي دې دمسلمانانو په وړاندې له کرکې او تو پیڅخه ډک چلند ته دپای ټکی کیښودل شي،
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepf8e.jh8nni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته