دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۲۵
د مطلب کود : 46020
ملي امنیت په کندهار او لوګر ولایتونو کې ۱۱ تنه طالب وسله وال نیولي دي
د ملي امنیت اداره وایي، چې په کندهار او لوګر ولایتونو کې یې یوولس تنه وسله وال طالبان نیولي دي.

د دې ادارې لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي؛ چې اته تنه وسله وال طالبان په کندهار او درې نور په لوګر کې نیول شوي.

په خبرکې ویل شوي، چې په کندهار کې په نیول شوو وسله والو طالبانو کې یو پاکستانی تبعه هم شامل دی او دوی ټولو په خپل جرم اعتراف کړی.

په یوبل کې د ملي امنیت ریاست وایي، چې په بادغیس ولایت کې اوه وسله والې ډلې له دولت سره یوځای شوي دي.

د ملي امنیت د ریاست مطبوعاتي دفتر ویلي، چې دوی خپلې وسلې هم دولت ته سپارلي دي.

لاتراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyyex.uqem8z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته