د هرات امنیتي مسئولین وايي، د دې ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې یوې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وواژه.
د لویدیځ د 606 انصار زون ویاند عبدالروف احمدي د دې خبر په تاییدولو سره وویل، دغې ښځې د موږکانو په درملو ځان وژلی دی.
هغه وویل، په دې اړه تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.
د راپونو له مخې وړمه شپه په کابل ښار کې هم یوې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان ته اور اچولی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)